د ښووني او روزني پوهنځی بشپړه پېژندنه
د رئیس پیغام
ښوونه او روزنه د یوې روښانه، هوسا او پرمختللي ټولني د جوړېدو بنسټ دئ. د علمي او مسلکي کادرونو روزنه زموږ مسئولیت او د هيواد د راتلونکي له پاره ستره پانګونه ده. د ارزګان پوهنتون د تأسیس له پیل سره سم، په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کي د ښووني او روزني پوهنځي د څلورو څانګو په لرلو سره رامنځ ته سوه. د وخت په تېرېدو د علمي اړتیاوو له مخي ئې د څانګو او پروګرامونو شمېر پراخ سو او تر اوسه ئې په دولسو دورو کې ۱۴۱۸تنه محصلین فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي. اوس مهال ۸۵۳ تنه محصلین د دې پوهنځي په بېلابېلو څانګو کي په زده کړو بوخت دي.
پوهنځی د ۳۰ تنو مجربو استادانو په علمي او مسلکي هڅو، د عملي او نظري زده کړو په ګډ بهیر او د شته امکاناتو په اغېزمن ډول کارولو سره هڅه کوي، چي محصلینو ته مناسب علمي او اکاډمیک چاپېریال برابر کړي. همدارنګه د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو له پاره زموږ یو شمېر استادان په هيواد کي دننه او بهر د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي.
زموږ موخه یوازي د محصلینو فراغت نه، بلکي د داسي مسلکي، په اسلامي روحیه سمبال، ژمن، بااخلاقه او نوښتګرو ښوونکو روزنه ده، چي د ټولني د علمي پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د سالمي روزني له پاره اغېزمن خدمت وکړي. موږ باور لرو چي د خپلو استادانو، کارکوونکو او محصلینو په ګډو هڅو به د ښووني او روزني پوهنځی د ارزګان پوهنتون یو پیاوړی علمي مرکز او د هيواد د ښووني او روزني په ډګر کي به یو اغېزناک بنسټ وګرځي.
په درنښت
پوهنمل داروخان الفت
د ښووني او روزني پوهنځي رئیس
د پوهنځي تاریچه او بشپړه پېژندګلوي:
د ارزګان پوهنتون د تآسیس سره یو ځای په ۱۳۹۱ هـ ش کال کي د ښووني او روزني پوهنځی د لومړنۍ او یوازنۍ پوهنځی په توګه د کيمیا، بيولوژي، رياضي او پښتوژبي او ادبیاتو څانگو په لرلو سره په رسمي ډول د سیمي د علم خوښوونکو ولسونو او ولسي استازو په غوښتنه او د وخت د مسئولینو په همکاري او لوړو زده کړو وزارت په ځانګړې پېرزوینه د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي پرانستل سوه، چي ور پسې په ۱۳۹۲ هـ ش کال کي د انگليسي ژبي او ادبیاتو څانگه، په ۱۳۹۵ هـ ش کال کي د فزیک څانگه او په ۱۳۹۹ هـ ش کال کي ورته د شپې په برنامه کي د بیولوژي او پښتوژبي او ادبیاتو څانګي اضافه او ایجاد سو. یاد پوهنځی په ۱۳۹۴ هـ ش کال او خپله لومړۍ دوره کي (۱۱۲) تنه فارغان هیوادوالو ته د خدمت په موخه وړاندي کړل. چي تر اوسه پوري د ښووني او روزني له پوهنځي څخه په (۱۲) دورو کي (۱۴۱۸) تنه محصلين فارغ سوي دي او د نوموړي پوهنځي د ټولو برحاله محصلینو شمېر (۸۵۳) تنو ته رسيږي.
د یادی پوهنځي رهبرۍ په هلو ځلو د خپلو استادانو، اداري کار کوونکو او محصلينو له پاره په پوهنځي کي په مناسب کيفيت او کميټ انټرنيټي خدمات، منظمه سولري برېښنا، مجهز ټولګي او یوه اندازه صحي خدمات برابر کړي دي، چي په اساس ئې روزانه تدريسي، اداري او اکاډميکي چاري منظمي رواني دي. د همدې پوهنځي له خوا عملي او نظري يو شان کړني د (۲۹) تنه مجربو استادانو لخوا په درو وختو کي دوه د ورځي په جریان کي ( سهار او ماپښین ) او یو وخت په شپه کي مخي ته وړل کېږي. د دې پوهنځي (۷) تنه استادان د هیواد په داخل او بهر هیوادونو کي د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي. همدارنګه درې تنه اداري او شپږ تنه خدماتي کارمندن لري.