د ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځی لنډه پېزندنه
د ادارې او عامه پالیسي پوهنځي چي په ارزګان پوهنتون کي تر ټولو وروسته منظور سوی پوهنځی دئ، چي په کال ۱۴۰۴ هـ ش کي د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له لوري د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي منظور تشکیل ئې را منځته سو، باید ووایو چي دا پوهنځی په اصل کي په ټول هیواد او په خاص ډول په ارزګان پوهنتون کي یو نوی تاسیس سوی پوهنځی دئ چي په ټولنه کي ئې د فارغ التحصلانو لپاره ژوره اړتیا محسوسیږی، نوموړی پوهنځی په خپل چوکاټ کي دوه څانګی چي د عامه ادارې او عامه پالیسي څخه عبارت دي لري، چي د اړوند برخو معلومات ئې په لاندي برخو کي د مشاهدې وړ دي.
لرلید
د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی د خپلو علمي او څېړنیزو کړنو په ترسره کولو سره غواړي، داسي متخصص، مسلکي او ژمن کادرونه وروزي، چي د هیواد د اداري نظام د پرمختګ، عامه خدمتونو، د کیفیت لوړولو او اغېزمني پالیسۍ جوړوني په برخه کي مثبت او دوامداره بدلون رامنځ ته کړي.
رسالت
د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی غواړي، چي د متخصصو او مجربو استادانو، معیاري تدریس، علمي څېړنو او عصري ټکنالوژۍ په کاروني سره داسي وړ، مسلکي او ژمن کادرونه وروزي، چي د هيواد د اداري نظام د پرمختګ، اغېزمني پالیسۍ جوړوني، ښه حکومتولۍ او عامه خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کي اغېزمن رول ولوبوي.
ارزښتونه
- د اسلامي نظام د ټولو نافذه قوانیونو او مقرراتو درناوی او عملي کول.
- د اسلامي، افغاني او علمي ارزښتونو درناوی او ساتنه کول.
- د هر ډول ژبني، سمتي او قومي تعصب څخه پاک اداري چاپیریال رامنځ ته کول.
- په اداري او علمي چارو کي ریښتینولي، نوښت او خلاقیت.
- د ښایسته سالارۍ اصل په درک سره د سپارل سوو چارو په ترسره کولو کي د مسؤلیت منل او حساب ورکول.
اهداف
- د ادارې او عامه پالیسۍ په برخه کي د لیسانس په سطحه د مسلکي او متخصص کادرونو روزنه.
- په پوهنځي کي د فزیکي او ټکنالوژيکي زیربنا پراختیا او انکشاف.
- د متخصصو علمي او مسلکي کادرونو جذبول.
- د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو تحصیلي او مسلکي ظرفیت لوړول.
- د ټولني د اړتیاوو پر بنسټ د څېړنیزو او تحقیقي فعالیتونو پراخول.
لومړی د عامه ادارې ځانګه
د عامه ادارې څانګه د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي د ادارې او عامه پالیسي د پوهنځي د ایجاد سره سم رامنځته سوې ده، یعني نومړې څانګه په کال ۱۴۰۴ هـ ش کي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ادارې او عامه پالیسي د پوهنځی سره سم رامنځته سوې ده چي په خپل تشکیل کي د امریت تر څنګ درې نور د علمي هئیت مسلکي بستونه لري.
لرلید
د عامه ادارې څانګه به د اسلامي ارزښتونو، عصري ټکنالوژۍ او معیاري نصاب په مرسته د ټولني اړتیاوو ته په کتو د هیواد په سطحه مسلکي کادرونه وروزي.
رسالت
د عامه ادارې څانګه هڅه کوي چي د اسلامي ارزښتونو، معیاري زده کړو، معیاري تحصیلي نصاب او مؤثرو درسي مېتودونو په کارولو سره د عامه ادارې په برخه کي د مسلکي، ژمنو او رښتینو د مدیریت وړ کادرونو په روزلو کي اغېزمن رول ولوبوي.
ارزښتونه
- د اسلامي نظام د ټولو نافذه قوانیونو او مقرراتو منل او عملي کول.
- د اسلامي، افغاني او علمي ارزښتونو درناوی او ساتنه کول.
- په اداري او علمي چارو کي ریښتینولي، نوښت او خلاقیت.
- مسلکیتوب او د عامه خدمت روحیه پیاوړې کول.
- مسئولیت منل او حساب ورکول.
اهداف
- د اسلامي نظام او هیواد په پرمختګ کي په ښه ډول برخه اخیستل.
- د عامه ادارې په برخه کي د مسلکي ژمنو کادرونو روزل.
- د ادارې، مدیریت او رهبرۍ چارو له پاره د محصلانو علمي وړتیاوي لوړول.
- د اغېزمني، شفافي او حساب ورکوني ادارې د اُصولو پیاوړتیا.
- د اداري ستونزو د پېژندني او د مناسبو حل لارو په وړاندي کولو سره د څېړنیزو مهارتونو پیاوړتیا.
دوهم د عامه پالیسي څانګه
د عامه پالیسی څانګه د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کي د ادارې او عامه پالیسی د پوهنځی د ایجاد سره سم رامنځته سوې ده، یعنی نومړې څانګه په کال ۱۴۰۴ هـ ش کي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ادارې او عامه پالیسي د پوهنځی سره سم رامنځته سوی ده چي په خپل تشکیل کي د امریت تر څنګ دری نور د علمی او مسلکی بستونه لري.
لرلید
د عامه پالیسۍ څانګه به د اسلامي ارزښتونو، عصري ټکنالوژۍ او معیاري نصاب په مرسته د ټولني اړتیاوو ته په کتو د هیواد په سطحه مسلکي، ژمن او تخصصي کادرونه ټولني ته وړاندي کړي.
رسالت
د عامه پالیسۍ څانګه غواړي، چي د اسلامي ارزښتونو، معیاري تحصیلي نصاب او مؤثرو درسي مېتودونو په کارولو سره د پالیسۍ په برخه کي د مسلکي، متدینو او ژمنو کادرونو په روزلو کي اغېزمن رول ولوبوي.
ارزښتونه
- د اسلامي نظام د ټولو نافذه قوانیونو او مقرراتو منل او عملي کول.
- د اسلامي، افغاني او علمي ارزښتونو درناوی او ساتنه کول.
- د حکومتولۍ په برخه کي د مؤثره پالیسیو د تطبیق روحیه پیاوړې کول.
- مسلکیتوب او د عامه خدمت روحیه پیاوړې کول.
- مسئولیت منل او حساب ورکول.
اهداف
- د هیواد په پرمختګ کي په ښه ډول اغېزمن واقع کېدل.
- د عامه پالیسۍ په برخه کي د مسلکي، ژمنو او رښتینو کادرونو روزل.
- د ادارې، مدیریت او رهبرۍ د پالیسیو له پاره د محصلانو علمي وړتیاوي لوړول.
- د هیواد د ټولنیزو، اقتصادي او اداري ستونزو له پاره د عملي اغېزمنو پالیسیو پر بنسټ د ستونزو هوارولو وړتیا.
- نوښت، انتقادي فکر او همېشنۍ زده کړه.