ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه

ارزګان دلوړوزده کړومؤسسه ځان مکلف ګڼی، چي دوخت دغوښتنو سره سم، سالم اوعلمي چاپیریال رامنځ ته کړي ترڅو وکولای سي چي دهیواد اوسنیو ناخوالو ته دپای ټکی کښیږدي او په نژدې راتلونکي کي دښوونې او روزنې او کرهڼې پوهنځیوترڅنګ نورپوهنځی ایجاد او دهیواد په کچه یو پرمختللی پوهنتون و اوسي

ارزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس پیغام

4 کلونه 4 میاشتې ago

الحمدالله رب العلمین و العاقبة للمتقین و الصلاة و السلام علی اشرف المرسلین سیدنا محمد و علی آله و اصحابه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. و بعد

موږ د علم په تاریخ کښی د عجب بدلون شاهدان یو، چی په هر ډګر کښی یی د غوره توب عنصر رامنځ ته کړی دی او همدارنګه ویلای سو چی د تحصیلی نهادونو په کمیت او کیفیت کښی دا بدلون لا مخ په وړاندی درومی، خو په حقیقت کښی دا زموږ لپاره یوه مهمه شیبه ده چی د هیواد د پرمختګ او په ځان بسیا لپاره د دی کاروان غړی ووسو.موږ د خپل هیواد په اړتیاو پوره بلد یو، چی د پوره کیدو لپاره يی په تیرو دوه لسیزو کښی د پوهی په اساس عالی ځواک رامنځ ته سوی دی، چی د همدی تسلسل په اوږدو کښی موږ هم د یوه ملی لید لپاره ګام اخلو، نظر دا دی چې د زده کړې وروستي ځانګړتیاوې په کارولو سره مو په بیلابیلو برخو کې فرصتونه رامنځ ته کړی دی ، کوم چې د دی هیواد صنعتی، زراعتی، اقتصادی او نوری مهمې اړتیاوې پوره کړي