Skip to main content
-
Home
-
ABOUT
-
Academic affairs vice chancellory
علمي او محصلانو معاونیت
د علمي او محصلانو معاونیت د ۱۳۹۶ هـ.ش کال په تشکیل کي د ارزګان پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د منظم تنظیم، همغږۍ او مدیریت په موخه رامنځته سوی دئ.
نوموړی معاونیت د پوهنتون د استادانو د علمي چارو، تدریسي فعالیتونو او علمي پروسو، او همدارنګه د محصلانو اړوندو چارو د تنظیم، انسجام، څارني او لا ښه والي مسئولیت لري. دغه معاونیت د علمي او محصلانو چارو د مؤثر مدیریت، د علمي کیفیت د لوړولو او د محصلانو د چارو د منظم تنظیم په برخه کې مهم رول ترسره کوي.
د ارزګان پوهنتون علمي او محصلانو معاونیت څلور امریتونه او دوه عمومي مدیریتونه لري، چي هر یو ئې د اړوندو چارو د تنظیم او ترسره کولو له پاره مشخصي دندې او کاري ساحې لري.
د علمي د محصلانو معاونیت لاندي آمریتونه او عمومي مدیریتونه په خپل تشکیل کي لري.
۱ کیفیت لوړاوي او اعتیار ورکولو آمریت
۲ د استادانو چارو آمریت
۳ د علمي څېړنو آمریت
۴ د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت
۵ د محصلانو چارو عمومي مدیریت
۶ د محصلانو د خدمتونو او همږغۍ مدیریت
پوهنځي
-
ښوونه او روزنه
-
کرهڼه
-
کمپیوټر ساینس
-
شرعیات
-
اداره او عامه پاليسي