د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې اړوند د تحصيلي نصاب د تطبیق او ارزوني کميټې ناسته ترسره کړه!

urzu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۳۶
nesab

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه: ۲۶ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۱۰ / ۱۴۴۶ هـ ق

ورځ: سه شنبه

 

یاده ناسته د همدې موْسسې د غونډو په تالار کي د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې د استادانو چارو د آمر پوهنيار محمد نصير (بارک) په مشرۍ او د غړو استادانو په غړيتوب سره دايره شوې وه.

غونډه د یو تن ګډونوال له لوري د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې پوهنيار (بارک) د غونډي برخه والو ته د ښه راغلاست مراتب وړاندي او له هغوی څخه يې په یادي غونډي کي د ګډون په مناسبت مننه وکړه. یاده ناسته کي د اجنډا سره سم د تحصيلي نصاب او کريکولم پر مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو او په اړه يې اغېزمني پرېکړي ونیول سوې. غونډه د یو تن ګډونوال له لوري د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسیده.

په درنښت

ارزګان د لوړو زده کړو موْسسه

د فرهنګ او نشراتو کمېټه