د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې کیفیت لوړاوي کمیټې غونډه دایره سوه!

urzu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۵۰
tasmen

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه: ۴ / ۵ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۱۹ / ۱۴۴۶ هـ ق

 

یاده غونډه چي د همدې تحصیلي بنسټ د علمي او محصلانو چارو د معاونيت په دفتر کي دایره سوې وه، د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د کیفیت لوړاوي آمریت آمر، د څلور ګونو پوهنځیو رئیسانو او د یادي کمیټې غړو استادانو پکښې ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل رازمحمد (ستوري) د غونډي برخه والو ته د ښه راغلاست مراتب وړاندي او له هغوی څخه يې په یادي غونډي کي د ګډون په پار مننه وکړه. د یاد تحصیلي بنسټ رئیس مولوی رحمت الله (رحماني) د پوهنځیو او څانګو ترڅنګ د اداري واحدونو او تدریسي مدیریتونو په برخه کي لازمي سپارښتني وکړي او یاده يې کړه، چي هره برخه دي د خپل صلاحیت مطابق خپلو ورسپارل سویو مسئولیتونو ته متوجه سي او د چارو د سمون په موخه دي بشپړه همږغي په نهاد کي رامنځته سي. د اجنډا سره سم د کیفیت لوړاوي آمریت او د یادي کمیټې د غړو له لوري پر مختلفو مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو او د رایو په اتفاق سره پکښې اغېزمني پرېکړي ونیول سوې. غونډه د یو تن ګډونوال له لوري د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسیده.

په درنښت

ارزګان د لوړو زده کړو موْسسه

د فرهنګ او نشراتو کمېټه

 

All reactions:

1414