د فرهنګ او نشراتو کميټې نوبتي غونډه دایره سوه !
بسم الله الرحمن الرحیم.
ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۹ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل مطابق ۳ / ۱ / ۱۴۴۵ هـ ق
ياده غونډه د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې د مرکزي کمپس د غونډو په تالار کي دايره سوې وه، چي پکښې د کميټې د غړو تر څنګ د همدې مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني صاحب هم ګډون درلود.
غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل سوه. د کميټې مسؤل د غونډي برخه والو ته د ښه راغلاست مراتب او پرانيستي وينا وکړه. ورپسې د مؤسسې رئیس د يادي کميټې ټولو غړو ته د کارونو د نظم او پر وخت تطبیق په برخه کي اغېزمني لارښووني او سپارښتني وکړي. په ياده غونډه کي د اجنډا سره سم پر مختلفو مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو او د رايو په اکثريت سره مهم تصاميم ونيول سول.
غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه