ارزګان پوهنتون د رئیس پیغام

2 ورځې 22 ساعتونه ago

الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.
پوهنتونونه د یوې ټولني د علمي، فکري او مسلکي ودي بنسټونه دي او د هیواد د راتلونکي د جوړولو په بهیر کي مهم مسئولیت لري. ارزګان پوهنتون هم د همدې رسالت پر بنسټ هڅه کوي، چي د علمي او مسلکي زده‌ کړو، څېړني، نوښت او سالمي روزني له لاري داسي بااستعداده او مسلکي ځوانان وروزي، چي د هيواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کي اغېزمن رول ادا کړي.
موږ باور لرو چي د یوه پیاوړي او پرمختللي هيواد بنسټ پر باکیفیته زده‌ کړو، علمي څېړنو، مسلکي وړتیاوو، اسلامي او ملي ارزښتونو او د مسئولیت ‌منونکي نسل پر روزنه ولاړ دئ. له همدې امله، ارزګان پوهنتون د علمي کیفیت لوړولو، د تدریس د معیارونو پیاوړتیا، د څېړنیزو فعالیتونو پراختیا، د علمي کادرونو د ظرفیت لوړولو او د محصلینو له پاره د مناسب علمي او اکاډمیک چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کي خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
زموږ موخه دا ده چي ارزګان پوهنتون د علم، څېړني او مسلکي زده ‌کړو په برخه کي یو پیاوړی او باوري علمي مرکز وي؛ داسي مرکز چي په هغه کي محصلین یوازي د تحصیلي سند ترلاسه کولو له پاره نه؛ بلکي د پوهي، مهارت، نوښت، اسلامي اخلاقو او ټولنیز مسئولیت د ترلاسه کولو له پاره زده‌ کړه وکړي.
په دې لاره کي د خپلو قدرمنو استادانو علمي هڅي، د محصلینو زیار او هڅه، د اداري او خدماتي کارکوونکو مسئولانه خدمت، او د ټولو علم ‌دوستو هيوادوالو ملاتړ زموږ له پاره ارزښت لري. موږ هڅه کوو چي د ګډ کار، متقابل احترام، شفافیت او مسئولیت‌ منلو پر بنسټ د پوهنتون د لا پرمختګ له پاره اغېزمن ګامونه واخلو.
په پای کي د ارزګان پوهنتون ټولو استادانو، محصلینو، کارکوونکو، فارغانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو او درنو هيوادوالو ته ډاډ ورکوو چي د دې علمي بنسټ د پرمختګ، علمي کیفیت د لوړولو او د هيواد د علمي او مسلکي اړتیاوو د پوره کولو له پاره به خپلي هڅي په پوره ژمنتیا او مسئولیت سره رواني ساتو.

ارزګان پوهنتون رئیس 

الحاج مولوی رحمت الله رحمانی

 

urzpic

VacanciesAll available vacancies

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۷:۳۷
Background image

اعلان بست های کادر علمی مؤسسه تحصیلات عالی ارزګان !

 

مؤسسه تحصیلات عالی ارزګان برای بار دوم و چهارم در سال ۱۴۰۳هـ.ش در رشته های ذيل به سويه دکتور، ماستر و لیسانس به کادرهای علمی ضرورت دارد. 

پوهنځی زراعت ؛
•    ديپارتمنت باغداری (۱) . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۴:۵۸
Background image

اعلان بست کادر علمی مؤسسه تحصیلات عالی ارزګان !

مؤسسه تحصیلات عالی ارزګان برای بار اول در سال ۱۴۰۳هـ.ش در رشته ذيل به سويه دکتور، ماستر و لیسانس به کادر علمی ضرورت دارد. 

پوهنځی زراعت ؛
 ديپارتمنت باغداری (۱) بست .

داوطلبان می . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسه کنفرانس روم

Latest announcementsAll announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۱۹
Background image

د (۱۴۰۳) هـ ل کال عمومي کانکور پايلي اعلان شوې.

د (۱۴۰۳) هـ ل کال عمومي کانکور پايلي اعلان شوې.

تاسي کولای شئ، خپل نتايج د لاندي درکړل شوي لينک له لاري ترلاسه کړئ. ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه د کانکور ټولو برخه والو او ګډونوالو ته د . . .

تازه خبرونهنور دلته

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۷:۱۴
Background image

ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسه

 

د امام اعظم ابو حنیفه رحمة الله علیه د ژوند، علمیت او مذهب په اړه یو ورځنی سمینار

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۱
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست څخه د (EPR) يا بهرني ارزوني پلاوی د معيارونو د پوهاوي او د تضمين کيفيت د لومړي مرحلې د ارزوني لپاره د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مقر ته راورسيدل.

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه: ۷ / ۵ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۲۲ / ۱۴۴۶ هـ ق

 

د ياد پلاوي سره د معرفت غونډه د همدې تحصيلي بنسټ د رياست مقام په دفتر کي دایره سوې وه، چي پکښې د. . .