د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست څخه د (EPR) يا بهرني ارزوني پلاوی د معيارونو د پوهاوي او د تضمين کيفيت د لومړي مرحلې د ارزوني لپاره د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مقر ته راورسيدل.
بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه: ۷ / ۵ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۲۲ / ۱۴۴۶ هـ ق
د ياد پلاوي سره د معرفت غونډه د همدې تحصيلي بنسټ د رياست مقام په دفتر کي دایره سوې وه، چي پکښې د مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني، د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنمل راز محمد ستوری، مالي او اداري مرستيال انجنير عبدالعزيز اماني، د راغلي پلاوي په رأس کي پوهندوی سلطان محمد سيرت، د پلاوي نور غړي هر يو پوهنيار جاهد احمد دُرانۍ، پوهنيار عبدالاحد زاهد، استاد نعيم الله مومند، د ياد رياست د چارو کارپوه روان صاحب او ګڼ شمېر استادانو ګډون درلود.
ناسته د کلام الله مجيد د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل سوه. ورپسې د مؤسسې رئیس راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست مراتب وړاندي او له هغوی څخه يې په ګرم موسم کي د راتګ، زحمتونو او ستړي سفر په پار مننه وکړه او زياته يې کړه چي ياد تحصيلي نهاد او ټول پرسونل يې د ياد پلاوي په وړاندي د خپل ځان ارزوني په برخه کي ځواب ويوونکي او دا چي ياد ولايت د مرکزي دولت له سيوري او د ډېرو لومړنيو خدماتو څخه بې برخي دي، نو د ارزوني په برخه کي دي هم ددې ادارې د ټولو برخو سره د کيفيت لوړاوي د اصلي او فرعي معیارونو په معرفي کولو او تفسير او شرحه کي همکاري وکړي.
متعاقباً د ياد پلاوي په مشری پوهندوی سلطان محمد سيرت د لوړو زده کړو د محترم وزارت د تضمين کيفيت رياست په استازيتوب د هغوی پيغام وړاندي او دا پروسه يې يو ارزښتمنده پروسه وبلل او زياته يې کړه چي ددوی راغلی ټیم به د تحصيلي بنسټ سره خپل هيڅ راز همکاري ونه سپموي او په هره برخه کي به د معيارونو د ښې شرحي او وضاحت لپاره اوږه پر اوږه له دوی سره کار وکړي. همدا راز ددې بنسټ د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنمل راز محمد ستوري د لومړي مرحلې لپاره د لېږل سوي راپور په اړه خپل ترتيب کړی پريزنټيشن د غونډي برخه والو ته وړاندي او غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.
د يادوني وړ ده چي ياد پلاوی د مختلفو برخو د ارزوني سره، سره د مؤسسې د رهبرۍ، پوهنځيو د رئیسانو، مرستيالانو، د څانګو آمرينو، استادانو، د اداري واحدونو د مديرانو، محصلينو او ښکيلو برخو سره جلا، جلا ناستي ولري او تر څنګ به يې هره ورځ د يوولس ګونو اصلي او نهه څلويښت فرعي معيارونو د شرحي او تفسير په برخه کي به هم پس له غرمې د مؤسسې ټول پرسونل ته روزنيز ورکشاپونه دائر کړي. د ارزوني دا پروسه به په همدې اونۍ کي د ارزوني پر بشپړيدو پوري دوام ولري.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو موْسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه