د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې له امکاناتو او سهولتونو څخه لیدنه وسوه!
بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه: ۱۶ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ ذوالحجه / ۳۰ / ۱۴۴۵ هـ ق
ورځ: شنبه
په پیل کي راغلي پلاوي د یادي موْسسې د ریاست مقام په دفتر کي د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې له رئیس مولوي رحمت الله (رحماني) سره وکتل او د راتګ موخه، د امکاناتو د ارزوني میکانیزم او د هغه د اهمیت په اړه يې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. یاده لیدنه د لوړو زده کړو محترم وزارت د علمي برنامو د پراختیا له ریاست څخه د راغلي پلاوي له لوري د همدې موْسسې د نویو پوهنځیو او نویو څانګو د ایجاد په منظور د غوښتني په اساس ترسره سوه، چي د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل راز محمد (ستوري) يې ملتیا کوله. یاد پلاوي د څلورګونو پوهنځیو څخه د لیدني ترڅنګ ددې موْسسې د ریاست مقام، علمي معاونیت، مالي او اداري چارو معاونیت او نورو آمریتونو د امکاناتو د لیدني او ارزوني لپاره ټاکل سوي وه، چي د ارزوني او نظارت وروسته بیرته مرکز کابل ته ستانه سوه او یادونه يې وکړه چي د لوړو زده کړو محترم وزارت تر خپل وس او توانه پوري د هر راز امکاناتو د چمتو کولو په برخه کي له ټولو امارتي پوهنتونونو سره خپل هیڅ راز همکاري نه سپموي.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو موْسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه