د ارزګان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ ع مدیریت
د ارزګان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومی مدیریت
د ارزګان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت په ۱۳۹۱ هجري شمسي کال کې د پوهنتون د جوړښت په لړ کې تاسیس شو. دغه مدیریت د پوهنتون د ټکنالوژۍ اړوند ټولو چارو ته نظارت او همغږي ورکوي. د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت د پوهنتون د استادانو، محصلینو، او کارمندانو لپاره د مختلفو خدمتونو وړاندې کولو کې فعاله ونډه لري.
د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت ځانګړتیاوې:
- شبکه او سرور مدیریت:
د مایکروټیک روټینګ او Wi-Fi 6 ټکنالوژۍ له لارې د پوهنتون د شبکې او انټرنیټ خدمتونو مدیریت. همدارنګه د سرور سیسټمونه او ویب سایټ په ښه توګه مدیریت کیږي. - تجهیزات او وسایل:
د پوهنتون د کمپیوټر لابراتوارونو، دفترونو، کتابتونونو، او نورو برخو کې د ټکنالوژۍ اړوند تجهیزاتو لکه پروجکټورونه، Copier ماشینونه، او د مختلفو اړتیاوو لپاره نصب او فعال ساتل کیږي. - د محصلینو، استادانو او کارمندانو لپاره انټرنیټي خدمات:
د پوهنتون ټولنې ته د دوامدار او پر کیفیت انټرنیټ خدمات برابرول، چې د تدریس، څېړنې، او ورځني چارو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. - امنیتي څارنه او کنټرول:
د پوهنتون د امنیتي کمرو نصب، څارنه، او چک کول ترڅو د پوهنتون د محوطې امنیت تضمین شي. - د سافټویر او هارډویر ستونزو حل کول:
د استادانو، کارمندانو او محصلینو د ټکنالوژۍ وسایلو سافټویر او هارډویر ستونزو ته ژر او مؤثره حلونه وړاندې کول. - د رسمي بریښنالیکونو مدیریت:
د پوهنتون د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمي بریښنالیک ادرسونو جوړول او د اړوند تخنیکي ستونزو حل او ساتنه. - ویب سایټ مدیریت:
د پوهنتون د ویب پاڼې مدیریت چې پکې د ورځنیو راپورونو، خبرتیاوو، د کادري بستونو، سیمینارونو او نورو اړوندو معلوماتو خپرول شامل دي. - HEMIS سیسټم مدیریت:
د پوهنتون د (HEMIS) سیسټم د مدیریت او پراختیا چارو پرمخ وړل، چې د پوهنتون د مدیریت لپاره د معلوماتو اسانتیاوې برابرې کوي. - ویډیو کنفرانسونه او زده کړه ییزې خدمات:
د ویډیو کنفرانسونو تنظیمول د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ، او د محصلینو لپاره د زده کړه ییزو خدماتو وړاندې کول. دغه کنفرانسونه د علمي او تخنیکي پرمختګ لپاره مهمه وسیله ده. - د نویو سیسټمونو رامنځته کول او پراختیا:
د موجوده معلوماتي سیسټمونو د ستونزو حل کول او د نوي سیسټمونو پراختیا او رامنځته کول، ترڅو پوهنتون د ټکنالوژۍ په برخه کې پر وخت او مؤثره پیاوړی شي.
د ارزګان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت هدفونه:
- د پوهنتون د ټکنالوژۍ اړوند اسانتیاوې او خدمتونه برابرول.
- د محصلینو، استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړول د ټکنالوژۍ په برخه کې.
- د پوهنتون د ټولو تخنیکي چارو سمبالښت او اداره کول.
- د الکترونیکي زده کړو او زده کړه ییزو خدماتو پراختیا.
د ارزګان پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت د پوهنتون د تعلیماتي او ادارې فعالیتونو لپاره بنسټیزه برخه ده، چې د ټکنالوژۍ په مرسته د پوهنتون روزنه او پرمختګ تضمینوي.