د (ګوزڼ څخه د پاک افغانستان) تر عنوان لاندي کرکټ جام سیالۍ په بریا سره پای ته ورسیده!
بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه: ۱۶ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ ذوالحجة / ۳۰ / ۱۴۴۵ هـ ق
یادي لوبي چي څو ورځي وړاندي د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې په محوطې کي په لاره اچول سوي وې، په پرانیست غونډه کي يې د مؤسسې د رهبرۍ غړو، يو شمېر استادانو او ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله. ددې موْسسې رهبري او مسئولین ورزش او سپورت د انسان د صحت او روغتیا لپاره یوه ښه او مناسبه لاره وبلله او یادونه يې وکړه چي ورزش د ټولني د هر فرد لپاره تر نشې، بې ځایه ناستو، غیر اخلاقي کړنو او فساد څخه غوره بدیل دی.
د کرکټ لوبې یاد (۱۴) آوریز تورنمنټ چي ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې يې کوربه توب کاوه او د پولیو بیړني ملي علمیاتي مرکز (EUC) يې مالي ملاتړ په غاړه درلوده، د موْسسې د څلورو پوهنځیو څخه پکښې (۸) ټیمونو برخه لرله، چي پایلوبې ته يې د بیولوژي څانګي او کمپیوټر ساینس پوهنځی (۲) ټیمونو لاره وموندله. بیولوژي څانګي ټيم د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، چي مقابل ټیم ته یې (۱۴۸) منډي هدف وټاکی، په مقابل کي يې د کمپیوټر ساینس پوهنځی ټیم د ټولو لوبغاړو په سوځیدو او د (۱۳) منډو په توپیر سره له ماتي سره مخ سوه، چي پدې اساس د ښووني او روزني پوهنځی بیولوژي څانګي د تورنمنټ لومړی مقام او د کمپیوټر ساینس پوهنځی ټیم دوهم مقام خپل کړل. په پای کي دواړو ټیمونو ته په پام کي نیول سوي مادي او معنوي تحفې وروسپارل سوې او په راتلونکي کي هم د یادو برنامو د ایجاد او دوام غوښتنه وسوه. ځای لري چي د تمويلوونکي ادارې څخه يو ځل بیا هم مننه وکړو، چي پدې برخه کي زموږ له ادارې سره همکار پاته سوي دي.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو موْسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه