د څانګو د دوره يې ارزوني (PPR) د چمتووالي لپاره معلوماتي ورکشاپ دایر سو!

urzu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۷:۱
ppr

بسم الله الرحمن الرحیم

د څانګو د دوره يې ارزوني (PPR) د چمتووالي لپاره معلوماتي ورکشاپ دایر سو!

ياد روزنيز ورکشاپ د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځی د رياضي ډیپارټمنټ په دفتر کي داير شوی وو، چي د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال، د ارزول کيدونکو څانګو آمرينو او يو شمېر استادانو پکښې ګډون درلود.

غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه. دا غونډه چي د کيفيت لوړاوي او مسلکي پراختيا د آمريتونو په همږغيتوب سره جوړه سوې وه، پکښې د يادي موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنمل راز محمد ستوري د غونډي پرانیستي وينا وکړه او ټولو ته يې د ښه راغلاست مراتب وړاندي کړل. همداراز د علمي او محصلانو چارو مرستيال خپل ترتيب کړی پريزنټيشن ارائه او ددې ارزوني پر مختلفو ابعادو باندي يې د غونډي د ګډونوالو سره بحث او مناقشه ترسره کړل‌.

غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.

په درنښت

ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه

د فرهنګ او نشراتو کمېټه

 

 

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۲ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل مطابق ۲۶ / ۱۲ / ۱۴۴۵ هـ ق