د څانګو د دوره يې ارزوني (PPR) د چمتووالي لپاره معلوماتي ورکشاپ دایر سو!
بسم الله الرحمن الرحیم
د څانګو د دوره يې ارزوني (PPR) د چمتووالي لپاره معلوماتي ورکشاپ دایر سو!
ياد روزنيز ورکشاپ د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې د ښووني او روزني پوهنځی د رياضي ډیپارټمنټ په دفتر کي داير شوی وو، چي د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال، د ارزول کيدونکو څانګو آمرينو او يو شمېر استادانو پکښې ګډون درلود.
غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه. دا غونډه چي د کيفيت لوړاوي او مسلکي پراختيا د آمريتونو په همږغيتوب سره جوړه سوې وه، پکښې د يادي موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنمل راز محمد ستوري د غونډي پرانیستي وينا وکړه او ټولو ته يې د ښه راغلاست مراتب وړاندي کړل. همداراز د علمي او محصلانو چارو مرستيال خپل ترتيب کړی پريزنټيشن ارائه او ددې ارزوني پر مختلفو ابعادو باندي يې د غونډي د ګډونوالو سره بحث او مناقشه ترسره کړل.
غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه
ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۲ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل مطابق ۲۶ / ۱۲ / ۱۴۴۵ هـ ق