د لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سيستم (HEMIS) په اړه د پوهنځی رئیسانو، د څانګو آمرينو او استادانو ته روزنيز ورکشاپ دایر سو!
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سيستم (HEMIS) په اړه د پوهنځی رئیسانو، د څانګو آمرينو او استادانو ته روزنيز ورکشاپ دایر سو!
ياد روزنيز ورکشاپ د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې د مرکزي کمپس د غونډو په تالار کي دایر شوی وو، چي د مؤسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکښې ګډون درلود.
غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه. د يادي موسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني د غونډي پرانیستي وينا وکړه او ټولو ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ خپلو چارو ته د ښه دقت او پر موقع خدماتو،د نويو سيستمونو سره د آشنایی او د هر څه څخه ورهاخوا اصولو او قوانينو ته د ژمنتيا سپارښتنه وکړه. د ياد روزنيز ورکشاپ لپاره چي د مسلکي پراختيا د آمريت په همږغۍ جوړه سوې وه، نوماند پوهنيار سميع الله افغان خپل ترتيب کړی پريزنټيشن ارائه کړل. د غونډي له برخه والو څخه يې ددې سیستم په اړه پوښتني، حل لاري او د اړينو توکو او وسايلو په اړه بحث وکړ.
په وروستۍ کي غونډه د علمي او محصلانو چارو د مرستیال پوهنمل راز محمد ستوري له لوري په مثبتو ټکو وارزول سو او يادونه يې وکړه، چي دا چاره د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري ډېر جدي څارل کيږي او اړتيا سته، تر څو ورته پر موقع باندي رسيدنه وشي.
غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه
ورځ: پنجشنبه
نېټه: ۱۴ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل مطابق ۲۸ / ۱۲ / ۱۴۴۵ هـ ق