د (۱۴۰۳) هـ ل کال د عمومي کانکور د آزمويني اړوند!
د ارزګان ولایت د (۱۴۰۳) هـ ل کال د عمومي کانکور ټولو محترمو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي، چي د آزموينو د ملي ادارې د پرېکړي په اساس د سي شنبې او چهارشنبې ورځي چي د روان (۱۴۰۳) هـ لمریز کال د چنګاښ د میاشتي له (۵ او ۶) نیټې سره سمون لري، د آزمویني د بایومټریک او کارتونو د وېش لړۍ او په تعقیب سره يې د پنجشنبې او جمعې (۲) ورځي چي د چنګاښ د میاشتي له (۷ او ۸) نیټې سره سمون لري د آزموینو پروسه په لاره اچول کیږي، قدرمن ګډونوال دي خبر وي.
په درنښت
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه
د فرهنګ او نشراتو کمېټه