د لوړو زده کړو وزارت مديريتي او معلوماتي سيستم (HEMIS) په اړه روزنيز ورکشاپ دایر سو!

urzu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۶:۴۵
hemisworkshop

بسم الله الرحمن الرحیم.

ياد روزنيز ورکشاپ د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې د مرکزي کمپس د غونډو په تالار کي د تدريسي مديرانو، اجرائیه مديرانو، محصلينو چارو مدير او فارغینو مدير لپاره داير شوی وو، چي د مؤسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، يو شمېر استادانو او ښکېلو برخو پکښې ګډون درلود.

غونډه د کلام الله مجيد د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه. د يادي موسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني د غونډي پرانیستي وينا وکړه او ټولو ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ خپلو چارو ته د ښه دقت او پر موقع خدماتو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه. ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال د غونډي پر اهميت او محتوا باندي هراړخيزه وينا وکړه. د ياد روزنيز ورکشاپ لپاره چي د مسلکي پراختيا د آمريت په همږغۍ جوړه سوې وه، نوماند پوهنيار سميع الله افغان خپل ترتيب کړی پريزنټيشن ارائه کړل. د غونډي له برخه والو څخه يې ددې سیستم په اړه پوښتني، حل لاري او د اړينو توکو او وسايلو په اړه بحث وکړ.

غونډه د اختتامیه دوعا په کولو سره پای ته ورسيده.

په درنښت

ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه

د فرهنګ او نشراتو کمېټه

 

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۱ / ۴ / ۱۴۰۳ هـ ل مطابق ۲۵ / ۱۲ / ۱۴۴۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۱
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست څخه د (EPR) يا بهرني ارزوني پلاوی د معيارونو د پوهاوي او د تضمين کيفيت د لومړي مرحلې د ارزوني لپاره د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې مقر ته راورسيدل.

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه: ۷ / ۵ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۲۲ / ۱۴۴۶ هـ ق

 

د ياد پلاوي سره د معرفت غونډه د همدې تحصيلي بنسټ د رياست مقام په دفتر کي دایره سوې وه، چي پکښې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۵۰
Background image

د ارزګان د لوړو زده کړو موْسسې کیفیت لوړاوي کمیټې غونډه دایره سوه!

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه: ۴ / ۵ / ۱۴۰۳ هـ ل ـــ محرم الحرام / ۱۹ / ۱۴۴۶ هـ ق

 

یاده غونډه چي د همدې تحصیلي بنسټ د علمي او محصلانو چارو د معاونيت په دفتر کي دایره سوې وه، د ارزګان. . .

BACK TO NEWS