د پوهنتون د رئیس د دندې لایحه
ارزګان پوهنتون رئيس د دندو لايحه
دندي موخې :په هيواد کي د تحصیلي سويې لوړو لو په موخه د پوهنتون لپاره د تحقیقاتي ، علمي ، او فرهنګي طرحو او پاليسیو جوړول.
.....................................................................................................................................................................................................
د دندو تشریح:
- د سترا تیژیکو اهدافو د لاسته را وړلو په موخه میاشتواره، ربعواره او کلنی پلان جوړول.
- د پیشبیني سو اهدافو د څیړنو په منظور تر لاس لاندي پرسونل رهبري او مدیریت کول.
- د محصلانو او استادانو دارتقاء په هدف څیړنیز، فرهنګي، تربیتي او نظارتي پالیسي طرحه کول.
- د پوهنتون د لایحو او قوانینو په چوکاټ کی د علمي او فرهنګي پروګرامونو د تدریسي پلانونو د تطبیق په موخه نظارت او کنترول کول.
- د پوهنتون دعلمي شورا او جلستاتو فیصلي تطبیق کول.
- د قانون له مخي د پوهنتون د مالي او اداري چارو څخه نظارت کول.
- د سالم او اکادمیکو فعالیتونو د نظم او دسپلین د پرمختګ لپاره طرحی او کړنلاري جوړول.
- د محصلینو د درسي کتابونو او لکچرنوټو وضع د لاښه والي په موخه تدبیرونه او اسانتیاوي جوړول.
- د پوهنځیو دعلمي شورا د پریکړو تائيد یا رد کول په هغه صورت کي چي د هغو وړاندي کول د پوهنتون علمي شورا ته لازم وي.
- د قانون د احکامو پربنیاد داداري او کادري کسانو د تقرر، ترفیع، تقاعد، ارتقا او انفکاک په اړه د مربوطه برخو د اجرااتوڅخه نظارت او کنترول کول.
- د کانکور د لاري د نوؤمستحقواو مستعدینو جذب کوونکو محصلینو پروسي څخه نظارت کول.
- د زده کړه یزو، څیړنیزو ، عصری زده کړو او سیستمونو د پراختیا په منظور د ملي او بین المللي مؤسساتوسره د را وبطو پراختیا او کومک جلبول.
- د کاري برنامو په تطبیق کي د مثمریت او موثریت د رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او اړونده برخو اجرااتو د کیفیت څخه نظارت او ارزیابي کول.