لید لوری ، مأموریت او موخې
لرلید (Vision):
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د وخت د غوښتنو سره سم د علمي او مسلکي پیاوړتیا رامنځته کولو سره د هیواد د اړتیاوو ګراف ټیټ کړي څو په ټولنه کي د علمي او باکیفیته څیړنو یو منظم تحصیلي چاپیریال سره په هیواد کي د مطرح تحصیلي نهادو په قطار کي راڅرګند شي.
رسالت (Mission):
ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه د علمي.مسلکي او د هیواد پالنی ځواک په لرلو سره مناسب اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کړي . څو د څیړنیزو پروګرامونو او مهارتونو په درلودلو او د نوي عصري ټکنالوژی په مټ د ټولنی د خدمت جوګه شي او شته نیمګړتیاوي ډکي کړي.
موخه (Goal):
د داسي مسلکي کادرونو روزل چي د اوسني عصر دساینس . ټکنالوژی. اقتصاد . ټولنیز او اسلامي معیارونو سره برابر او د ټولنی اړتیاو ته درسیدو توان لري.
ارزښتونه (Merits):
- د وګړو د مادي او معنوي پرمختګ او ودی لپاره ټینک هوډ لرل.
- د بشر او انساني ژوند لوړ مقام ته درناوی.
- خپل دود او کلتور ته وده ورکول.
- مسلکي او معیاري زده کړي.
- د هر ډول سمتي. قومي او ژبني تبعیض څخه ډډه کول.
- په کارونو کي روڼوالی او د هر ډول فساد مخنیوی.