تاریخچه

ارزګان دولتي پوهنتون

ارزګان پوهنتون د هیواد په کچه یو له مخ پر ودې تحصیلي نهادونو څخه شمېرل کېږي. دا پوهنتون په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د افغانستان د مرکزي دولت له خوا د ترینکوټ ښار کې افتتاح شو. په پیل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي یې په څلورو څانګو: کیمیا، بیولوژي، ریاضي، او پښتو کې فعالیت پیل کړ. اوس مهال دې پوهنځي شپږ فعالې څانګې لري.

په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کرنې پوهنځي هم په دې پوهنتون کې فعالیت پیل کړ چې اوس مهال اګرانومي او هارټیکلچر څانګې لري. په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالی شورا په پرېکړه، د ۱۳۹۹ هـ ش کال لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکې انجینري او معلوماتي سیسټمونو څانګو ته هم منظوري ورکړه.

اداري او تحصیلي جوړښت

ارزګان پوهنتون د علمي، اداري، او تربیتي تشکیلاتو درلودونکی دی او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې د پوهنتون رئیس له خوا اداره کېږي. د بېلابېلو برخو لپاره مرستیالان او د هر پوهنځي لپاره مسؤلین ټاکل شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت اصولو ته په پام سره په ذکر شویو بستونو کې یوازې کادري پرسونل د استخدام مستحق ګڼل کېږي.

بشري سرچینې او امکانات

یاد پوهنتون ټولټال ۵۰ تنه کادري پرسونل لري چې له دې ډلې څخه ۶ تنه په کادري او اداري دواړو برخو کې دنده ترسره کوي. په ټوله کې د پوهنتون اوسنی کادري او اداري تشکیلات ۸۹ تنه کارکوونکي لري چې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي.

د امکاناتو پراختیا

ارزګان پوهنتون د خپلو کارکوونکو لپاره منظم انټرنیټ او د ډیزلي او سولري بریښنا سیسټمونه لري. د دې پوهنتون مدیریت د شفافیت او برېښنایي حکومتولۍ د ترویج په موخه د محصلانو اړوند اسناد په منظم ډیټابیس کې ثبت کړي دي. د کیفیت د لوړاوي پروسه په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې پیل شوې ده.

د تدریسي چاپېریال پراختیا

د پوهنتون مشرتابه هڅې کړي چې د محصلینو لپاره ښه تدریسي چاپېریال، معیاري ودانۍ، لابراتوارونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. هڅې لا هم روانې دي تر څو د محصلینو روزنه د کار بازار د غوښتنو سره سمه وي.