لید لوری ، مأموریت او موخې

لرلید (Vision):

ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د وخت د غوښتنو سره سم د علمي او مسلکي پیاوړتیا رامنځته کولو سره د هیواد د اړتیاوو ګراف ټیټ کړي څو په ټولنه کي د علمي او باکیفیته څیړنو یو منظم تحصیلي چاپیریال سره په هیواد کي د مطرح تحصیلي نهادو په قطار کي راڅرګند شي.

 

رسالت (Mission):

ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسه د علمي.مسلکي او د هیواد پالنی ځواک په لرلو سره مناسب اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کړي . څو د څیړنیزو پروګرامونو او مهارتونو په درلودلو او د نوي عصري ټکنالوژی په مټ د ټولنی د خدمت جوګه شي او شته نیمګړتیاوي ډکي کړي.

 موخه (Goal):

د داسي مسلکي کادرونو روزل چي د اوسني عصر دساینس . ټکنالوژی. اقتصاد . ټولنیز او اسلامي معیارونو سره برابر او د ټولنی اړتیاو ته درسیدو توان لري.

 

ارزښتونه (Merits):

  • د وګړو د مادي او معنوي پرمختګ او ودی لپاره ټینک هوډ لرل.
  • د بشر او انساني ژوند لوړ مقام ته درناوی.
  • خپل دود او کلتور ته وده ورکول.
  • مسلکي او معیاري زده کړي.
  • د هر ډول سمتي. قومي او ژبني تبعیض څخه ډډه کول.
  • په کارونو کي روڼوالی او د هر ډول فساد مخنیوی.